اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال د اسلام آباد پشمول د هېواد په بېلا بېلو برخو ك??ې د باران او په غره ايزو سيمو د واورې ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو محكمې له مخې ګل په ورځ د بلوچستان او سندھ په ځينې سيمو ك??ې د بارا?? امكان دے۔ د ګل او د شورو د ورځې نه په خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ اسلام آباد٬ بره پنجاب٬ كشمير او ګلګت بلتستا?? كښې د باران ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو محكمې له مخې په دې موقع په غره ايزو سيمو د واورې ورېدو امكان دے٬ د تودوخې درجې كمېدو سره د سموګ ختمېدو امكان هم ښودل شوے۔ د راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك و۔