اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) پنجاب او سندھ حكومتونو ??ه پرله پسې د 15 لكه او 5 لكه ټنه غنمو پشمول د غنمو د مصنوعاتو برآمد كولو او د سي پېك له مخې د نېشنل هائي وے اتهارټۍ د بنيادي انفراسټركچر منصوبو لپاره د تعميراتي موادو په درآمد د ټېكس او ډيوټۍ څخه د است??نٰ?? تجويز ??نظور كړے دے ۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د جمعې په ورځ د وزيراعظم په كور وشوه چې پكښې د سي پېك له مخې د نېشنل هائي وے اتهارټۍ د بنيادي انفراسټركچر منصوبو لپاره د تعميراتي موادو په درآمد د ټېكس او ډيوټۍ څخه د است??نٰ?? تجويز ??نظور كړې شو ۔ دا استثنیٰ به د پېښور نه تر كراچۍ موټروېز او د سكهر ملتان سېكشن په جوړولو نافذ وي۔ اقتصادي رابطه کمېټۍ په مالياتي شموليت او د بنيادي اډانې منصوبې نفاذ ??ه اړه د پاكستان مركزي بانك ته د روپو جاري كولو لپاره د پاكستان حكومت د ري لېنډنګ پاليسۍ څخه د استثنیٰ وركولو هم منظوري وركړې۔ اي سي سي د خوراك تحفظ او تحقيق وزارت لخوا پنجاب او سندھ حكومتونو ??ه د 15 لكه او 5 لكه ټنه د غنمو پشمول د غنمو د مصنوعاتو برآمد تجويز ??م منظور كړې۔د غنمو او د غنمو د مصنوعاتو برآمد عمل به تر 30 جون كال 2018 بشپړولې شي۔ اي سي سي پوهنتونونو ??ه د انكم ټېكس آرډيننس مجريه 2001 سېكشن 113 څخه د است??نٰ?? وركولو هم منظوري وركړه ۔ غونډه كښې د فېډر بورډ آف ريونيو لخوا د ځينو څيزنو ??ه ځينې انضباطي ډيوټيو كښې د كمي منظوري وركړې ٬ دغسې په غونډه كښې پاكستان سره په خاص لوظنامو كوٶنكو كمپنو د انكم ټېكس آرډيننس 2001 د سېكشن 5A نفاذ څخه د است??نٰ?? د تجويز ??نظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې د ټېنډر عمل د لارې شوګر ملز سره د اضافي شكرو سټاك څخه د 0.3 مېليونه مېټرك ټنه اخستو او وروستو ھغه د نړيوال ټېنډر د لارې د برآمد كولو د تجويز ??م منظوري وركړې ده ٬ دې پرېكړه سره به شوګر ملز له د ګنو ??روندګرو څخه په ټاكلې بيعه د ګنو اخستو او ادائيګي په وخت وركولو له آسانۍ ترلاسه شي۔ د اقتصادي رابطه کمېټۍ خېبرپښتونخوا او د پنجاب حكومت د برېښنا خالص ګټې د بقاياجاتو ادائيګئ لپاره واپډا ته د پاكستان حكومت په ضمانت بانكونو څخه د مالي مرستې غوښتو هم اجازه وركړه۔