اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي په سخت او ګران دور ك??ې خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره يو ٬ د هن??ي يرغل به تر ھغه وخت مقابله كوٶ تر څو چې كشمير د هن?? د ظالمانه قبضې نه آزاد نه شي۔ سردار مسعود خان د دې خيالاتو څرګندونه ايوان صدر كښې د كشمير يووالي ورځ په لړ كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل هن?? په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي كوم چې جنګي جرائم دي٬ هن?? په نړيواله كچه تسل?? شوې بشري حقونه قصداً د پښو لاندې كوي ٬ هن?? په مقبوضه كشمير كښې ظلم او بربريت سره د بې ګناه كشميريانو قتل عام كوي٬ د مېرمنې بې حرمتي روانه ده او ځوانانو د پېلټ ګنز د لارې د بصارت نه محروموي۔ ده ووئيل د كشمريانو مال حال او كورونه تباه كوي او ھغوي په خپله خاوره بې كوره كولې كېږي او مېړني حريت مشران په غېر قانوني توګه زندان كښې اچوي ۔ د دې باوجود د كشميريانو زړونه تل پاكستان سره درځېږي او كلكې ادارې سره ئې د آزاد خپلې هڅې دوامدارې ساتلې دي ۔ سردار مسعود خان ووئيل كشميري اول?? د ??اكستان جوړېدو څخه وړاندې په 19جولائی 1947 پاکستان سره د خپل سباؤن تړلو تاريخي پرېكړه وكړه۔ پاكستان سره د كشمير الحاق پرېكړه دنياوي غرض لپاره نه بلكې دا د دوئي د سياسي ايمان برخه ده۔ نن هم كشميرې اولس پاكستانې بېرغ هسك كولو سره هن?? څخه د خپلې كركې څرګندونه كوي او د شهيد كېدو په صورت كښې پاكستاني بېرغ كښې نغښتل كېدل غواړي۔ د اتوار په ورځ د كشمير يو والي ورځې په مهال خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل نړۍ ته دا په ډاګه كول غواړم چې 8 لكه څخه زيات هن??ي پوځ د مقبوضه كشمير په اولس مسلط دے۔ کشمیری اولس د خپلواكۍ خپل بنيادي حق لپاره هڅې كوي او قابض هن??ي ځواكونو په دوي زور ظلم او زياتې روان ساتلې۔ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي ٬ د زلمو عامه وژنه ٬ د مېرمنو بې حرمتي او په كنټرول لائن د وګړو وادنۍ ناترڅه ډوز سره په نښه كولو په ډول پېښې د هن??ي پوځ د معول خبره جوړه شوې۔ ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل سره ددې زور ظلم او زياتي كشميري اولس به پاكستان سره خپل تړون كمزورې كېدو له ورنكړي