اسلام آباد 26 اګست ﴿اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به د قومي خزانې حفاظت كوي٬ د پارلمان د منظورې نه بغېر به فنډونه نه شي كارولې٬ پخواني ح??ومت د 21 اربه روپو صوابديدي فنډ كارولې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې د?? ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د اولس د دولت محافظ دے٬ د پاكستان تحريك انصاف نوي ټاكل شوي ح??ومت او مشرتابه سادګي اختيار كولو لپاره اقدامات كړي دي او صوابديدي فنډونه ئې ختم كړي دي۔ ده ووئيل چې د پي ټي آئ?? حكومت به د پارلمان كارروائۍ او د سياست كورېج لپاره خاص چېنل پېل كوي۔ د اولس مشرې د ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د?? ووئيل چې ډاكټر عارف ع??وي به په اسانې سره اولس مشر وټاكل شي ځكه چې پي ټي آئ?? مطلوبه نمبرز لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د?? هيله څرګنده كړه چې د رېلوے وزير شېخ رشيد احمد به د رېلوے خساره كمولو لپاره اقدامات وكړي۔