اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د م??رم الحرام 1440 هجري مياشت ليدلو له د مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډه (نن) د ګل په ورځ د ستمبر په 10 مه كال 2018ﺀ ٬او د ذې الحجې په 29 مه نېټھ كراچۍ كښې كېږي۔ د رویت هلال کمېټۍ چیئرمېن مفتی منیب الرحمن به د سندھ زونل کمېټۍ غونډې مشري كوي كومه به چې د موسمياتو ودانۍ كښې كیږي۔ دې نه ځانله د رويت هلال كمېټۍ نور غړي به د خپلو خپلو اړ??ند صوبائي او ضلعي كمېټيو غونډو كښې ګډون كوي۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو وېنا ده چې د م??رم مياشت ليدلو په اړه به مفتی منیب الرحمن ا??لا?? كوي او دا به د ټول هېواد څخه د ترلاسه شويو شهادتونو په بنياد كولې شي۔