اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د قامې روغتيا وفاقې وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي د روغتيا د قامي ا??ارې كردار د صحت په لړ كښې د حكومتي هدفونو تر سره كولو لپاره مهم د ے٬ اېن آئي اېچ د نړيوال معيار سره سمولو لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي، د صحت قامي ا??اره په نړۍ كښې د پاكستان پېژندګلې ده ٬ په اېن آئي اېچ كښې د اعلٰې معيار تحقيقي كار روان دے۔ دا خبرې وفاقي وزير د شورو په ورځ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلت دورې په مهال كړې۔ په دې موقع پروفېسر بریګیډېئر عامر اکرام په اېن آئي اېچ كښې د روانو اصلاحاتو او د پېښو چېلنجونو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل په اداره كښې د اصلاحاتو لړۍ روانه ده٬ د قامي ا??ارې پرمختګ سره به د صحت په څانګه او د اولس په صحت ښه اثرات مرتې شي۔ ??ه ووئيل اوه كاله پس قامي ا??ارې د شري واكسين جوړول په اپر??ل كال 2018 كښې بيا پ??ل كړې او تر اوسه لس لكه خوراكونه جوړ كړې شوې او تر جون كال 2019 به نور 20 لكه واكسين جوړ كړې شي۔ ??ریګېډیئر عامر اکرام ووئيل د مار چيچلو ترياق جوړولو لپاره د خپل يوعيت غوره لېب جوړولو كار روان دے كوم چې به په مارچ كال 2019 كښې پېداوار پ??ل كړي او دا به د نړيوال معيار ترياق او واكسين جوړونكې د پاکستان په سركاري توګه وړومبې لېب وي او په دې لېب كښې به د يو لك 50 زره وائلز جوړولو ګنجائش وي۔ ?? دې لېب جوړېدو سره به پاكستان نه يوازې په كورنۍ توګه بلكې ګاٶنډي هېوادونو ته هم د مار چيچلو واكسين برآمد كولې شي ۔ بریګېډیئر عامر اکرام ووئيل د الرجي ،ټائیفائیډ او د هېضې واكسين جوړولو لېب هم اپ ګرېډ كوٶ دغسې چې د ډبليو اېچ او د نوي معيار له مخې د واكسين جوړول عملي كړې شي ۔ عامر اکرام زياته كړه چې د صحت قامي ا??اره به د قامي هيلو له مخې كار كوي