اسلام آباد ۔ 10 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په هندي مقبوضه كش??ير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو پلټنيو له دې كمېشن آف انكوائري جوړ كړې شي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره بشري حقونو لپاره د جموں وكش??ير كونسل صدر ډاكټر سيد نذير ګېلاني د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ اولس مشر د ډاكټر نذير ګېلاني او دده د تنظيم لخوا مقبوضه جموں وكش??ير كښې د بشري حقونو صورتحال رامخې ته كولو له پورته كړې ګامونه سائلو سره په كشميري مشرتابه زور راوړو چې هغه دې د مسئلې بنيادي فريق په توګه د مقبوضه كش??ير اولس په ضد د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ نړۍ ته رامخې ته كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ددې عزم څرګندونه وكړه چې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر راپور په هندي مقبوضه كش??ير كښې د هندي ظلم او زياتي په اړه د پاكستان د پرله پسې رامخې ته كېدونكي دريځ حمايت كوي۔ ده مقبوضه كش??ير كښې د بشري حقو??و خلاف ورزيو پلټنيو له د يو بشپړ ٬ آزاد او نړيوالو پلټنيو له د كمېشن آف انكوائري جوړولو غوښتنه وكړه۔ اولس مشر ډاكټر نذير ګېلاني ته باور وركړو چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو په رڼا كښې د منلي شوي خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د روانو هڅو مرسته جاري ساتي۔ ډاكټر نذير ګېلاني بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر په راپور رڼا اچولو سره ووئيل په ټوله نړۍ كښې كشميري ورورولۍ لپاره دا راپور يو مهم سنګ ميل دے۔ ده ووئيل مقبوضه كش??ير كښې په لويه كچه د بشري حقو??و خلاف ورزيو پلو د نړۍ پام ګرځولو ته اړت??ا ده