اسلام آباد 17 فر??ري (اے پي پي) د انصاف په نړيوال عدالت ك??ې به د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو د كېس اورېدنه (نن) د ګل په ورځ په هېګ كښې كېږي كوم چې به تر څلورو ورځو دوام لري۔ پاکستان او هند به د انصاف په نړيوال عدالت ك??ې خپل كېس وراندې كوي۔ د خارج?? دفتر وياند او د كلبهوشن ياديو په كېس كښې د پاكستان د معاون اېجنټ په توګه نمائندګي كوٶنكې د خارج?? دفتر وياند محمد فېصل ” اے پي پي” سره په ټېلي فوني تماس كښې ووئيل د انصاف په نړيوال عدالت ك??ې به د كېس اورېدنه د فرورۍ په 18مه نيټه د پاكستاني وخت له مخې ماسپخين دوه بجو نه تر 5 بجو كېږي۔ ده ووئيل پاكستان به خپل دلائل په 21 فرورۍ د اووه نيمو نه تر 9 بجو وړاندې كوي۔ ده ووئيل د كېس په اړه جامع حقائق راغونډ كړې شوې دي او د هند لخوا د دلائلو په ضد به هم د آئين او قانون په توګه بشپړه دلائل وړاندې كولې