اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي هيله څرګنده كړه چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د هندي نيولې شوي پائېلوټ خوشې كولو سره به د پاكستان او هند په مجموعي صورتحال مثبت اثر پريوځي۔يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په د دې نازك وخت كښې د وزيراعظم عمران خان د هندي نيولې شوي پائېلوټ خوشې كولو اعلان د دواړو هېوادونو ترمينځه امن لپاره يو ښه اقد??م دے۔د هندي ځواكونو لخوا د پاكستان فضائي حدود خلاف ورزۍ نه وروستو د موجوده تاؤ تريخوالي په صورتحال تبصره كولو سره ده ووئيل د پارليمان شريكې غونډې نړيوالې ورورولۍ ته يو مضبوط او ښكاره پېغام وركړې چې د خوږ وطن دفاع لپاره ټول پاكستانې قام يو موټې دے۔دوهم وزير ووئيل د بدقسمتۍ له امله هندي وزيراعظم نريندر مودي خپلې ذاتي ګټې له سياست كوي٬يو نيم ارب آبادي د منطقې د جنګ متحمل كېدې نه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئ??ل مونږ سعودي عرب٬متحده عرب امارات او د تركيې پشمول نورو هېوادونو سره پرله پسې په تماس كښې يو او هيله لرو چې ر??رو??و ورځو كښې به هر څه معمول ته راشي۔