اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی)خارجه دفتر په نړيوال بانك زور راوړې چې نړيوال بانك دې د پاكستان ??و هند ترمينځه د اوبو شخړې ختمولو له د ثالثي عدالت په اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬د هند د اړخه د سنده طاس لوظ ن??مې خلاف ورزي د افسوس وړ ده٬آسيه بي بي آزاده و??ړی ده او په خپله خوښه د هېواد نه بهر تللې٬پاكستان ?? ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركړي او د دې لعنت ختمولو له به خپل كردار روان ??اتو۔د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د پاكستان ??وبو مخ نيوي په اړه د هند دړكو په حقله په نړيوال بانك زور راوړې چې هغه د هند دړكو نه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوبو شخړو هواري لپاره د سندھ طاس لوظ ن??مې له مخې د ثالثۍ عدالت جوړ كړي۔وياند ووئيل د هند وروستو كېدو باو??ود پاكستان ?? لوظن??مې د تسلسل ملاتړ كړې۔د هند د اوبو وسائلو او شپنګ وزير تېره ورځ وئېلي وو چې هند د سندھ طاس لوظ ن??مې له مخې د پاكستان ?? برخې اوبه اېسارولې شي۔هغه وئېلي وو چې نوې ډېلۍ د لوظ ن??مې پابند نه دے او د اوبو رخ پنجاب٬هريانه او راجستهان پلو بوتللو له منصوبه لري۔وياند ووئيل دواړو هېوادونو د سندھ طاس په لوظ نامه اتفاق كړې خو هند د كشن ګنګا او ريتلے هائيډرو پاور پروژې رغونې د لوظ ن??مې خلاف ورزي كړې۔د افغان مفاهمتي عمل په اړه وياند ووئيل پاكستان ?? افغان ??ولس او حكومت په مشرتابه كښې د پرامن خبرو اترو او د افغان ??خړی سياسي حل مرستياله دے۔ ده ووئېل روانه مياشت كرغزستان كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په موقع د پاك هند خارجه وزيرانو ترمينځه د ملاقات په اړه وياند ووئيل غېر رسمي هينډ شيك ممكن كېدې شي خو د باضابطه ملاقات كوم شيډول نشته۔وياند تصديق كولو سره ووئېل آسيه بي بي آزاده و??ړی ده او په خپله خوښه د هېواد نه بهر تللې ده