اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د قطر امير لخوا د پاكس??ان دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې په بنياد اړيكې لا قوي كړي٬ د عمران خان په مشرې كښې پاكس??ان سرمايه كارې او په سېلګرې كښې نړۍ لپاره يو زړه راكښونكې منزل جوړېږي۔ د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكس??ان دورې په مهال په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم خ??ص مرستيالې ووئيل چ?? وزيراعظم عمران خان پاكس??ان يو سرمايه كار دوست هېواد جوړوي٬ په تېر وخت كښې قطر سره په اړيكو كښې د قومي ګټې د تحفظ په ځائ كورنيو ګټو ته ترجيح وركړې شوې اوس به نزدې او ښې اړيكې په قوي او فعاله معاشي مرس??ه كښې بدلې شي۔ هغې ووئيل چ?? د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې لوظنامې به دوه اړخيزه اړيكې او شريكه مرسته لا پراخا كړي۔