اسلام آ??اد 29 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي اسلام د اقليتونو د حقونو درس وركوي٬ د مدينې په رياست كښې اقليتونو ته هر ډول مذهبي آزادي او حقونه ترلاسه وٶ٬ د و??ير??عظم عمران خان وژن له مخې مونږ د اقليتونو د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په نوي پ??كس??ن كښې به ټول اقليتونه محفوظ وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اقليتونو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي، وزير اعظم عمران خان،د و??ير??عظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان پشمول پارلماني غړو او اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړٶ۔ پير نورالحق قادري ووئيل په دې دستوره كښې د اولس مشر او و??ير??عظم موجودګي او اقليتونو لپاره د ايوان صدر دروازې پراستل د دې خبرې غمازي كوي چې د عمران خان حكومت اقليتونو ته څومره اهميت وركوي٬ دا د يو پېغام وركولو هڅه ده۔ ده ووئيل هولي ٬ ديوالي او كه بېساكهي وي يا د بهائيو او د كېلاش كميونټۍ اخترونه وي مونږ دا دستورې لمانځو چې مقصد ئې د رنګ٬ نسل او مذهب د فرق نه اخوا پ??كس??ان د ټولو مقصد دے۔ ده وئيل مونږ ټول پ??كس??اني يو او د انسان په توګه زمونږ دود دستور شريك دے٬ زمونږ مذهب او آئين د اقليتونو د حقونو د پالنې امر كوي او د قائد اعظم امر او د اقبال فكر د اقليتونو د حقونو اهميت واضح كوي۔ ده ووئيل زمونږ د قائد عمران خان وژن دا دے چې په پ??كس??ان كښې د اقليتونو د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په ترهګرۍ كښې مونږ امام باړې٬ جوماتونه او درګاه هم سوځېدلې ليدلې دي۔ ده په دستوره كښې ګډون كوٶنكو ته ووئيل انشاء اللہ د عمران خان ، زما او ستاسو پاکستان به محفوظ وي۔ ده اقليتونو له باور وركړٶ چې دا هېواد د مسلمانانو٬ مسيحي ورورلۍ ٬ هندوانو او پارسيانو٬ د بهائيو پشمول د ټولو دے٬ نوي پ??كس??ان كښې به ټول اقليتونه محفوظ وي۔