اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو هائي كمشنر د مقبوضه جمو او كشمير په اوسني صورتحال اندېښنه ښودلې او د هند نه ئې غوښتنه كړې چې ٬ په ??قبوضه سيمه كښې دې د بشري حقونو څخه سرغړونې٬ پرله پسې بندېزونه٬ لاك ډ??ؤن او كرېك ډ??ؤن ختم كړے شي۔ د ګل په ??رځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د مقبوضه جمو او كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كمشنر تر سيوري لاندې په جنېوا كښې د بشري حقونو د كونسل 42مه غونډه وشوه۔ په دې موقع د غونډې ګډون كوونكو په ??هم نكاتو خبرې وكړې كومې چې د ستائنې وړ دي۔ د ملګرو ملتونو هائي كمشنر د هند لخوا د مقبوضه جمو او كشمير په اوسني صورتحال اندېښنه وښودله۔ ده په ګرفتارې او د مواصلاتو په بندېز هم اندېښنه وښودله۔ هائي كمشنر د هند نه غوښتنه وكړه چې په ??قبوضه سيمه كښې په ??اك ډ??ؤن او كرفيو كښې نرمي وكړې شي چې دغسې خلق د بنيادي ضرورت څيزونه ترلاسه كړي او چې څوك ګرفتار كړې شوي دي٬ هغوي ته دې ټول ??ان??ني حقوق وركړے شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د مقبوضه كشمير اولس د خپل سب??ؤن په اړه په ??ومه هم پرېكړه كښې نه شي شريكولې۔