جنېوا 10 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په جنېوا كښې د بشري حق??نو د كونسل غونډې په موقع د او آئي سي ډلې سفيرانو سره د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په مقبوضه جمو او كشمير كښې د هند په يو اړخيزه اقداماتو او د دې په نتيجه كښې په پېدا شوي صورتحال خ??رې وشوې۔ خارجه وزير ووئيل چې د هند غېر قانوني اقدامات د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد دي۔ په دې موقع د او آئي سي ډلې جنېوا زياتره سفيرانو د مقبوضه جمو او كشمير په صورتحال اندېښنه ښودلو سره د او آئي سي د عزم پخلې وكړو او د پاكستان د دريځ په تائيد كښې ئې په مقبوضه جمو او كشمير كښې د بشري حق??نو نه د سرغړونو سخته غندنه وكړه۔ د يا??ون?? وړ ??ه چې پاكستان د او آئي سي جنېوا ګروپ كوآرډينېټر دے۔