بیجنګ۔ 5 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به راروانه اونۍ د چين په سركاري دوره بيجنګ ته رسي۔ د خپلې دورې په م??ال به ??زر??راعظم عمران خان د چین اولس مشر شی جن پنګ ٬ وزیراعظم لی کی کیانګ او چينائي لارښودو سره جلا جلا ملاقاتونو كښې د منطقې او د شريكې خوښې په م??مو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دې به د سی پېک ترسېوري لاندې د بېلو منصوبو په پراختيا ٬ سي پېك فرېم ورك سره سره كركيلې ٬ صنعتي او معاشي او اقتصادي څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې پ?? وده هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزیراعظم عمران خان به چائنا پاکستان بزنس فورم ته خطاب هم كوي۔ دې به د خپلې دورې په م??ال د بېلو چينائي كمپنيو مشرانو سره هم ملاقات كوي۔ د وزیراعظم عمران خان دورې په م??ال به د چين پاكستان آزاد تجارت لوظنامې پ?? دوهم پړاؤ د خيالاتو څرګندونه كولې شي دغسې چې د دواړو تزويراتي همكارانو هېوادونو ترمينځھ معاشي او تجارتي اړيكو ته لا پراختيا وركړې شي۔ دا خبره دې ښكاره چې دا به د وزیراعظم عمران خان په يو كال كښې د چين درېم دوره وي۔ وزیراعظم تېر كال نومبر كښې د چين خپلې اولنۍ دور?? كښې پ?? اولني چائنا انټرنېشنل امپورټ اېکسپو كښې ګډون كړې وو۔ د روان كال په م??ال اپرېل كښې وزیراعظم عمران خان بيا د چين دوره وكړه او بيجنګ كښې نړيوالې مرستې ته وده وركولو له راجوړ كړې شوي دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ئې ګډون وكړو