اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پ??) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاکټر شیریں مزاري وئيلي دي حكومت د ټولنې نورو طبقو غوندې د نرښيځو د حقونو تحفظ ته هم پاملرن?? كوي٬ د يو ډول حقونو وركولو نه غېر يوه ټولنه هم پرمختګ نه شي كولې۔ وفاقي وزيرې دا خبرې د نهې په ورځ په وزارت كښې د نرښځيو د حقونو تحفظ په اړه وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل نرښځيان زمونږ د ټولنې مه??ه برخه ده د دوي د بنيادي ضرورونو او حقونو خيال ساتل د حكومت ذمه واري ده او حكومت دوي د ټولنې ګټور وګړي جوړول غواري دغسې چې دوي هم د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبولې شي۔ دې ووئيل وړاندې هم د دوي د حقونو تحفط لپاره قانون سازي شوې او بيا لپاره به هم چې چرته حاجت وي قانون سازي ب?? كولې شي۔ په ورکشاپ كښې صوبائي او د وفاقي پ??ليس چارواكو نه علاوه د نرښځيو نمائندګانو هم ګډون كولٶ۔ په دې موقع دوي پ?? ژوند كښې هره ورځ د رامخې ته مسئلو نه ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ د بشري حقونو وزارت لخوا ??ول??س افسرانو ته امر وكړې شو جې ھغوي د نرښځيو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي۔)