لاهور 02 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې امن يوازې د پاكستان نه بلكې د ټولې نړۍ ضرورت دے٬ نړۍ په دې وخت جنګ نه امن غواړي٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې ??ېږ??٬ وزيراعظم عمران خان د زينو فوبيا او اسلام فوبيا ختمولو خبره كوي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د يوتھـ موبلائزېشن ان پېس بلنډنګ سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې په پاكستان كښې د ځوانانو اك??ري?? دے چې د پاكستان رغونې او پرمختګ سره سره په نړۍ كښې امن او امان او د مساواتو پېغام خپرونو لپاره بشپړه كردار ترسره كولې شي۔ اولس مشر ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې ??ېږ?? او كشميريان د بنيادي حقونو نه محروم كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې ټوله نِړۍ امن غواړي٬ جنګ د كومې مسئلې حل نه دے?? د ??اكستان او هند پشمول د دريمې نړۍ هېوادونه يو ډول ستونزو سره مخ دي او په ګډه به د دې حل راويستل و??۔