اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور د مولانا فضل الرحمان په حلقه كښ?? د غونډې كولو اعلان وكړو۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښ?? وفاقي وزير ووئيل چې د مولانا په حلقه كښ?? به په دوه چنده اولسي طاقت سره مظاهره كوم۔ ده ووئيل چې د هېواد ټولو ګوندونو دومره كسان رانه وستل شول٬ د دې نه زيات خو به زما په غونډه كښ?? ګډون كوي۔ ده ووئيل چې كوم كس په ټاكنو كښ?? ماتې خوړلې هغه د وزيراعظم د استعفٰي غوښتنه څنګه كولې شي۔ وفاقي وز??ر يو ځل بيان مولانا ته انتخابي مېدان ته د راتللو چېلنج وركړے۔ ده ووئيل چې كه مولانا تيار وي نو زه خپلې ګټلې چوكې پرېښودلو ته تيار يم او چېلنج وركوم چې بيا ټاكنې كولو سره دې وګټي۔ كه مولانا غواړي په ټولو پولنګ سټېشنو دې كمېرې ولګوي او زما مقابله دې وكړي۔ ده ووئيل چې مولانا دې په ادارو تنقيد بند كړي او كه همت لري نو زما چېلنج دې قبول كړي۔ ده ووئيل چې مولانا دې دهرنې سره سره زما لخوا ?? لېږل شوي ??وټ?? ځواب وركړي۔ ده ووئيل چې د مولا??ا مارچ كشميري اولس سره زياتې دے۔