اس??ام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د تجارت او ټېكسټائل انډسټرۍ لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي كركيله د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لري٬ه??ګر?? سره تجارتي او معاشي روابط مضبوطولو لپاره هر ممكنه اقدامات پورته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ه??ګر?? سفير اسټوان ??زا??و سره خبرو كښې كړی۔د تجارت صلاحكار ووئيل زمونږ مجموعي جي ډي پي كښې د كركيلې برخه 20 فيصد ده۔ده ووئيل كركيله نه يوازې مونږ ته د خوراك حېزونه راكوي بلكې دا د خام مال سره د آبادۍ لويې برخې ته د روزګار وركولو هم يوه ذريعه ده۔ده كراچۍ كښې ه??ګر?? نېشنل ټرېډنګ هاؤس جوړول هم وستائېل ٬ ده ووئېل پاكستان كښې پاك ه??ګر?? بزنس فورم جوړولو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي روابط ته لا وده هم ترلاسه شي۔پھ دې موقع د ه??ګر?? سفير د كركيلې٬لائيو سټاك كبان نيونكو او فوډ پراسيسنګ په اړه د مرستې وړاندېز وكړو او وې وئېل ه??ګر?? د كركيلې په څانګه كښې جديدې ټېكنالوجي٬تحقيق او د ښه اقداماتو د لارې ځانګړې پرمختګ كړی۔ده ووئيل د كركيلې لپاره د سود نه غېر قرض وركولو له هم وړاندېز وركړې شوې ۔ده ووئيل ه??ګر?? د وړاندې څخه د تېلو او ګاز په اړه د پاكستان مرسته كوي او د ه??ګر?? كمپنۍ ځايې كمپنو سره په ګډه د تېلو او ګاز ??ه لټون كار كوي۔ده دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره د ه??ګر?? برآمدي پرمختګ ادارې او ټي ډي اے پي ترمينځه د مفاهمت په يو يادښت د لاس ليك كولو هم تجويز وركړو