اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ا??د عمر وئيلي دي ډيجيټل اکانومي هېواد لپاره زياته ضروري ده٬ ب??يد دا نه يوازې اېليټ كلاس بلكې تر لاندينۍ طبقې ورسولې شي٬ هر څوك دا معلومات لري چې حكومت څه كوي ځكه چې دا جديد دور دے٬ څوك بې خبره نه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ اېس ډي پي آئي ډيجيټل كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت به لا خپلواكه كول وي٬ د ډيجيټلائزېشن د لارې معاشي هلې ځلې مانيټر كېدې شي۔ ا??د عمر ووئيل په سوشل سېكټر ريسرچ كښې اېس ډي پي آئي مهم كردار لري٬ مونږ له به انټر پرينيور شپ مخ په وړاندې بوتلل وي او ضروري نه دې چې په لويه كچه دې وي بلكې په كوچنۍ كچه هم سرمايه كاري كولو سره د هېواد په پرمختګ كښې لاس كېدې شي۔ ده ووئيل كله چې مونږ د ګورننس اکائونټ ا??بل??ي خبره كوٶ نو په دې كښې د ډيجيټل ټيکنالوجۍ مهم كردار لرلې شي