بيجنګ 16 مارچ (اے پي پي) د اولس مشر ډاكټر عارف علوي بيجنګ ته په رسېدو د چين د كركيلې چارو وزير هان چنګ فو٬په چين كښې د پاكستان سفيرې نعمانه عالمګير هاشمي اونورو چينائي او ??اكستانو چارواكو هركلے وكړو او د پ??پل?? لبرېشن آرمي چټك ډلې ورته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي به د خپل چين هم څنګ شي جن پنګ او ??زيراعظم لي چيانګ سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي د چين اولس مشر شي جن پنګ په بلنه د پلاوي سره دا دوره كوي۔اولس مشر سره پلاوي كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر او سينئر چارواكي شامل دي۔هيله ده چې د دورې په مه??ل به د مفاهمت په ګڼ شمېر يادښتونو لاس ليك كولې شي۔د اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا د چين وړومبنۍ دوره ده چې خاص مقصد يې د كورونا وائرس(كوويډ-19)په ضد د چين حكومت او اولس سره د بشپړه مرستې او ??و والي څرګندونه ده۔دا دوره به د دواړو دوستانو هېوادونو ترمينځه تاريخي آزمائېلې شوې دوستي او رشتې لا مستحكمولو له مهم كردار تر سره كړي۔دا دوره به د دواړو هېوادونو مشرتابه د دوه اړخيزه٬سيمه ايزو او ??ړيوال چارو جاج اخستو او ??ه من??قه كښې او د دې نه بهر امن٬خوشحالۍ او ??رمختګ ودې له په شريكو اهدافو د پېشرفت موقع وركړي۔پاكستان او چين نزدې دوست او باوري شراكت دار دي۔(