اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د س??نېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ ځپلو هېوادونو لارښودو او حكومتي مشرانو ته چيټۍ استولې دي۔ د س??نېټ سېكرټرېټ له مخې د س??نېټ چيئرمېن د کورونا وائرس د لاسه په شوي ځاني زيان د پاكستان پارلمان او اولس لخوا د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي كورونا وائرس وباﺀ يو لوئي نړيوال چېلنج دے كوم چې هر وګړې ځپلې دے۔ د س??نېټ چيئرمېن خپل خط كښې وئيلي كه يو اړخ ته دې ستونزې تباهي خپره كړې نو بل اړخ ته دې سره نړۍ ته د يو كېدو يوه ځانګړې موقعه هم ترلاسه شوې ۔ د س??نېټ چيئرمېن الماني چانس??رې?? د سپېن او اطاليا وزيراعظمانو ته خطونه ليكلي او د پاكستان لخوا ئې دوئي ته د هر ډول مرستې وړاندېز كړے۔ د س??نېټ چيئرمېن د بېلا روس کونسل آف ری پبلک (قومی ا??مبلۍ) سپیکر، د پولېنډ مارشل آف سېنېټ او پاكستان كښ?? د ??رونائی دارالسلام سفير ته هم خطونه ليكلي ۔ د س??نېټ چيئرمېن ووئيل د كورونا د لاسه په شوي ځاني زيان د زړه نه ډېر خفه يم۔ ده د پاكستان پارلمان او اولس لخوا ځپليو كورنيو سره د زړه نه غمرازي او د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ په رنګ په سماجي فاصله او احتياطي تدبيرونو سختۍ سره عمل كوي۔ ده ووئيل د پاكستان پارلمان او اولس په دې سخت وخت كښې تاسو سره ولاړ دي او هر ډول مرستې كولو له چمتو دي۔ ده هيله ولرله چې په ګډه هڅو كولو سره به په دې ستونزه ډېر زر قابو اومومؤ