اسلام آباد ۔ 11 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په لائن آف كنټرول د هن?? لخوا د بې درېغه ډزو سخته غندنه كولو سره د يوې كم عمره نجلۍ په شمول د 4 وګړو په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل په اېل ا?? سی پرتو شاردہ، شاهکوټ او ډھډیال سېکټر سيمو د هن?? لخوا ګوله باري د غندنې او افسوس وړ ده۔ ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي دې د هن?? لخوا د شهري ودانۍ په نښه كولو نوټس واخلي۔ انسانيت دا مهال د كورونا وائرس په ضد جنګ كوي۔ په داسې صورتحال كښې هم هند ??نګي جنون كښې اخت?? دې۔ هند ??مقبوضه كشمير دننه او په پولو د جارحيت او درندګۍ څرګندونه كوي۔ ده ووئيل هن??ي رويه سيمه ايز او نړيوال ا??ن او سلامتيا له سخته خطره او د كورونا وباﺀ په ضد هڅو كښې د خنډ ودرولو مترادف ده۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه