اسلام آباد 15 اپرېل (اے ??ي ??ي) قام صحت لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي د ډينګي مخنيوي لپاره په وخت او مناسب انتظامات او اقدامات باوري كوٶ، د اسلام آباد٬ پېنډۍ او نورو شراكت دارو سره په ګډه به موثره اقدامات باوري كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ډېنګي مخنيوي په اړه د رابللې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غون??ه كښې د هېلت وفاقي سېكرټرې ډاكټر تنوير قرېشي او د اسلام آبا روغتونونو مشرانو ګډون وكړٶ۔ د غونډې مقصد د ډينګي وباء پېل كېدو نه وړاندې د دې مخنيوي لپاره جامع منصوبه بندي باوري كول دي۔ په غون??ه كښې د وباء لاره نيولو لپاره د اقدامات او انتظاماتو جاج واخستې شو۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل د ډينګي مخنيوي لپاره په وخت او مناسب انتظامات او اقدامات باوري كوٶ په دې لړ كښې به شراكت دارو له مهم خپل كردار لوبول وي۔ ۔ په غون??ه كښې ووئيل شول د اسلام آباد ?? 43000 كورونو سروے شوې او په دې كورونو كښې اولس كښې شعور بېدارولو لپاره لټرېچر هم وركړې شوې۔ ??ه ووئيل د جامع منصوبه بندۍ د لارې په راتلونكو كښې د لاروا ختمولو داروګان او د ماشو سپرے كولې شي۔ ده ووئيل اړوندو څانګو ته امر وكړو چې د ډينګي مخنيوي لپاره په وخت ضروري اقدامات باوري كړئ دغسې چې په روغتونونو كښې د رنځورانو ګڼه زياته نشي ۔ ډاکټر ظفر مرزا ووئيل د پېنډۍ اسلام آباد ??نتظاميې سره په ګ??ه كوټلې لائحې سره به د ډينګي مخنيوي لپاره كار كوٶ او د ډينګي خاتمې لپاره به په بشپړه توګه اولس كښې شعور بېدارولو لپاره كمپائن هم چلولې شي۔