اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت اولس ته د عامې روغتيا غوره اسانۍ وركولو لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوي٬ د خېبر پ??تو??خوا هره يوه كورنۍ به د صحت انصاف كارډ د لارې تر لس لكه روپو د وړيا علاج اسانۍ ولري٬ سره د مالي ستونزو د خېبر پ??تو??خوا هرې يوې كورنۍ لپاره وړيا علاج انقلابي ګام دے٬ د اوقاف په زم??و روغتونونه او تعليمي ادارې جوړولو لپاره به په ارزانه بېعه زم??ې وركوو۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په خېبر پ??تو??خوا كښې هرې يوې كورنۍ له د انصاف كارډ وركولو د اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د خېبر پ??تو??خوا هرې يوې كورنۍ ته د انصاف كارډ په وركولو صوبائي حكومت ته مباركي وركوم۔ د دې پروګرام د لارې به د صوبې هره يوه كورنۍ تر لس لكه روپو د علاج وړيا اسانې ولري۔ وزيراعظم ووئيل چې كله غريبانو لپاره كار كېږي نو الله تعالٰي پكښې بركت اچوي۔ ده ووئيل لويو رنځونو په علاج د غريبې كورنۍ ډېر خرڅ راځي او د هغې كورنۍ هر څه له مېنځه لاړ شي۔۔ د لوګې او غربت په وجه هغه د غربت د ليكې نه هم لاندې لاړه شي۔ وزيراعظم ووئيل ده شوكت خانم روغتون هم د اولس خدمت لپاره جوړ كړے ؤ۔ ده ووئيل د كورونا وبا په وجه معاشي ??شا??و سره مخ يو۔ سره د مالي ستونزو د خېبر پ??تو??خوا هرې يوې كورنۍ لپاره وړيا علاج انقلابي قدم دے۔ ده ووئيل مونږ به هڅه كوو چې په پنجاب او بلوچستان كښې هم هره يوه كورنۍ د روغتيا وړيا اسانيې ولري۔ ده ووئيل هيله ده د سندھ حكومت به هم دا پروژه عملي كړي۔ ده ووئيل د صحت انصاف كارډ په نتيجه كښې به د سركاري روغتونونو په كاركردګۍ كښې بهترې لپاره فشار زيات شي چې ورسره به د روغتيا اسانيې بهترې شي۔ ده ووئيل د اولس روغتيا لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوو۔ ده ووئيل د اوقاف په زم??و روغتونونه او تعليمي ادارې جوړولو لپاره به په ارزانه بېعه زم??ې وركوو۔ ده ووئيل پرائيوېټ روغتونونو لپاره د طبي مشينرې په درآمد ټېكس صفر كړے شوے۔ ده ووئيل د دې كارډونو اجرا سره به د ډېټا بېس جمع كېدو له هم مرسته تر لاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړول زم??نږ مشن دے۔ ده ووئيل زم??نږ مشرانو چې كوم مقصد لپاره پاكستان ترلاسه كړے ؤ٬ مونږ په هغه لار ??وا?? يو۔ ده ووئيل كوم هېواد چې د خپلې غريېب طبقې خيال ساتي هم هغه ته مهذب وئيلې شي۔ په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې دا كار يوازې د خېبر پ??تو??خوا حكومت كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ لپاره د مدينې رياست د نظام حكومت غوره نمونه ده٬ په دې عمل كولو سره مونږ كاميابي ترلاسه كولې شو۔ په دې موقع د خېبر پ??تو??خوا روغتيا محكمې او د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن ترمېنځه لوظنامه لاسليك شوه۔