اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) قامی اسمبلۍ غونډه د نیشنل پارټۍ بلوچستان مشر میر حاصل خان بزنجو په غم كښې ځ??ډو??ې شوې ‘ په دې موقع د بيلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو میر حاصل خان بزنجو ته پيرزوئنې وړاندې ك??لو سره ووئيل د هغه په مړينه د پاكستان په سیاست كښې چې ك??مه خلا راپیدا شوې هغه به پوره نه شي ‘هغه د پاكستان او بلوچستان حقیقی غږ ؤ۔ جمهوریت لپاره د هغه هلې ځلې به عمر له ياد ??اتلې شي۔ د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې اسلم بھوتانی ووئيل د میر حاصل خان بزنجو په مړينه پاكستان او په خاص توګه د بلوچستان لوئ زيان شو??۔ هغه عمر له په ښكاره ډول خبره كړې۔ د هغه په وجه زه د دې ايوان غړې يم۔ غوش بخش مهر ووئيل حاصل بزنجو زمونږ ملګرے ؤ هغه يو سنجیده سیاستمدار ‘ ښه پاكستانے او د لوي پلار زوې ؤ۔ هغه د اقتدار په وخت كښې هم د ښه سلوك او ښه طرز عمل څركندونه كړې۔ لوئ څښتن دې هغه له د خپل رحم په پلو كښې ځائې وركړي او غمجنې ك??رنۍ له دې د زغم توفيق وركړي۔ شكور شاه ووئيل حاصل بزنجو زمونږ د كراچۍ پوهنتون ملګرے ؤ۔ د بدترین آمریت په دور كښې هم حاصل بزنجو فعاله سټوډنټ لیډر ؤ۔ 1971ء كښې چې ك??ه پاكستان دولخت شو نو د بلوچستان د جلا كيدو غږ پورته شو۔ هغه وخت نواب اكبر بګټی او د حاصل بزنجو پلار ووئيل زمونږ مرګ ژوند د پاكستان سره دے۔ سیاسی كارمندانو هل ځلې چې تر څو ياد ??اتلې شي نو د میر حاصل بزنجو نامه به هم ياد ??اتلې شي۔ سید محمود شاه ووئيل بلوچستان د يو عظیم لارښود څخه محروم شوے۔ د هغه د صوبې لپاره خذمات به عمر له ياد ??اتلے شي۔ ده ووئيل تربت پيښې پلټنو له دې ك??یټی جوړه كړې شي۔ آغا حسن بلوچ ووئيل میر حاصل بزجو عمر له بلوچستان لپاره هلې ځلې كړې۔ انجینئر صابر حسین قائم خانی ووئيل میر حاصل بزنجو د يو لوئ پلار زوے ؤ د هغه په مړينه زمونږ په سياست كښې خلاء راپیدا شوې۔ محسن داوړ ووئيل میر حاصل خان بزنجو په مړينه چې ك??مه خلا پيدا شوي هغه به پوره نه شي۔ رميش كمار ووئيل حاصل بزنجو سره زمونږ 20 كاله تېر شوې۔ د هغه قامی او سیاسی خذمات به عمر له ياد ??اتلے شي