اسلام آب??د 05 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د ګل په ورځ د كوېت نوي امير شېخ نواف الاحمد الجابر ??لص??اح سره په کوېت سټي كښې وليدل او ھغه سره ئي د قطر امير ارواښاد شېخ صباح الاحمد الجابر ??لص??اح په مړينه غمرازۍ ښكاره كړه۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي ب??ان له مخې صدر مملکت د ګل په ورځ سهار كوېت ته ورسېد او د پاكستان حكومت او اولس لخوا ئې د كوېت مشرتابه او قام سره د كوېت امير په مړينه د غم دړد او خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ صدر مملکت عارف علوي ارواښاد امير شېخ صباح الاحمد الجابر ??لص??اح د پاکستان مخلص او ازمائيلې شوې ملګرې ګرځولې چا چې د دواړو هېوادونو اولس نزدې راوستلو لپاره د قدر وړ كردار لوبولې۔ صدر مملکت ووئيل سيمه ايز امن٬ استحكام او د دوه اړخيزه اړيكو په تناظر كښې به د ارواښاد شېخ صباح الاحمد الجابر ??لص??اح هلې ځلې تر ډېرې مودې يادې ساتلې شي