اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پی پی) د انرژۍ وفاقي وزیر عمر ایوب خان د بلوچستان په اورماړه او د خېبر پختونخوا په شمالي وزیرستان كښې په امنیتي کاروانونو وروستي ترهګر??ز بریدونه په کلکه غندلې دي۔ وفاقي وزير په يو بي??ن كښې وئيلي چې د تېر زيارت په ورځ د بلوچستان اورماړا سيمې ته نزدې د يوې كمپنۍ په كاروان بريد وكړے شو چې په نتيجه كښې ئې آئل اېنډ ګېس ډوېلپمنټ كمپني د خپلو 7 ساتونكو نه محرومه شوه۔ هغه ووئيل بلوچستان كښې په امنيتي ځواكونو ترسره كېدونكو بريدونو د اهلكارو كورنۍ او ټول قام غمژن كړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې مونږ غېر انساني بريدونه كوؤنكو شرخوښو ??ه خبردارې وركوؤ چې كوم طاقت ??م د بلوچستان د اولس د پرمختګ ٬ سلامتيا او امن په ضد ودرېدے نه شي۔ زمونږ وسله وال ځواكونه او قانون ن??فذ كوؤنكې ادارې د وطن د ساتنې عزم لري۔