اسلام آباد۔7 دسمبر(اے پی پی):صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د كورونا اولنۍ چپې په مهال چې د كوم ډسپلن څرګندونه وكړې شوه په موجوده صورتحال كښې به هم ددغې جذبې له مخې په اېس او پيز عملدرآمد كول وي۔ د كورونا وباﺀ باوجود د هېواد معاشي اشاريې په مثبت لوري روانې دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه صدر د ګل په ورځ ايوان صدر كښې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ صدر وو??يل هېواد دا مهال يو شېمر چېلنجونو سره مخ دے په قومي خزانه د بوج اچولو په ځائې مو د سي اېس آر تر سېوري لاندې خرڅونو ته پام ګرځولے دے۔ د برېښنا نظام شمسي توان ته اړولو له ګامونه پورته كولې شي۔ هغه وو??يل جنګلي حيات خطرو سره مخ دے۔ هغه وو??يل ټول نړۍ نن كورونا سره مخ ده۔ په دې ك??ې دنيادارو لپاره د لوئے څښتن ن??ې دي۔ مونږ له به نورو سره د خواخوږۍ او اخلاقو رويه لرل وي۔ هغه وو??يل د كورونا په مهال مخير حضراتو د بې وزليو مرسته وكړه او څوك ئې وږې پرې نه ښودلو۔ حكومت د احساس پروګرام د لارې د بې وزليو خيال وساتلو۔ مونږ جوماتونو كښې عبادت هم وكړو ٬ معافي مو هم وغوښتله او د بې وزليو مرسته مو هم وكړه۔ د لوئے څښتن په فضل مونږ د كورونا په اولنۍ چپه قابو وموندلو۔ د پاكستان په شمول ګرده نړۍ اوس هم د كورونا دويمې چپې سره مخ ده۔ کورونا وبا نه بچ كېدو لپاره درې ا??تياطه لازمي دي۔ ماسك اچول ٬ لاسونه و ينځل او سماجي ??اصله خپلول دي۔ صدر وو??يل د نړۍ په مقابله كښې پاكستان كښی په اېس او پيز زيات عملدرآمد شوے دے۔ هغه هيله ولرله چې قوم بدلېږي او په ډسپلن عمل كولو سره د بدلون په لاره روان دے۔ هغه وو??يل د کووډ۔19 په مهال په بېلو څانګو ??ې د اربونو ډالرو سرمايه كاري شوې ده۔ د دولت د وېش حوالې سره د اسلامي اقدار نه سول بل كوم منطق نه چلېږي۔ صدر وو??يل نن چې څومره كېسونه رامخې ته شوي دي دا كېفيت جون كښې وو۔ مونږ له به دعا كول وي او توبه ويستل وي۔ هغه وو??يل په كومو هېوادونو كښې چې ا??تحصال كېږي هغه پرمختګ نه كوي او چرته چې ا??ساس كښې خلق ځان سره شاملولې شي هغه پرمختګ كوي۔ هغه كاروباري سماجي ذمه واري ننې نه بلكې 14 سوه كاله پخوانے سوچ دے چې مثالونه ئې ا??لامي تاريخ كښې موندلې شي۔