اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي په ممنوعه فنډنګ كښې زمونږ ښكېل كؤنكے اپوزيشن خپله الېكشن كمېشن كښې ښكېل شوے دے۔ د پي ډي اېم تحريك ناكامه كېدو په سببونو به مقالې ليكلې شي۔ پی ټی آئی د خپلو كارمندانو او نورو مينه والو په نومونو ٬ پتو ٬ شناختي كارډ او د نورو كوائفو په 40 زره انټريز مشتمل تفصيلات الېكشن كمېشن كښې جمع كړې دي۔ اپوزيشن ته مشوره دا ده چې هغه دې خاموشۍ سره الېكشن كمېشن ته تللو سره د خپل فارن فنډنګ تفصيلات جمع كړي۔ هغه د اتوار په ورځ پي آئي ډي كښې د رېلوے وفاقي سېكرټري فرخ حبيب سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ??وئيل وزيراعظم ډېر وړاندې وئيلې وو ټول كرپټ عناصر به زما په ضد يو ځائې كېږي۔ هغه ??وئيل اپوزيشن په اقتدار كښې پاتې كېدو سره ادارې مفلوج كړې دي۔ هغه ??وئيل پي ډي اېم د ماضي برخه جوړه شوې۔ د پي ډي اېم لارښود په هر يو محاذ ماتې خوړلې او هغوي د رسوائۍ نه سوا بل څه نه دي ترلاسه كړې۔ د هغوي ايجنډا ده چې دروغ دې دومره ووئيلې شي چې هغه ريښتيا په نظر راشي۔ هغه ??وئيل دوئي د ادارو د عزت نه خبر نه دي۔ وفاقی وزیر سېنېټر شبلي فراز ووئيل مولانا فضل الرحمن وئيلي چې هغه د كوم رياست برخه نه وي نو هغه ??يمګړے دے ٬ دا د روان كال لطيفه ده۔ هغه ??وئيل د پي ډي اېم د درې مياشتو كاركردګي صفر ده۔ ډېر زر به د دې وجود هم ختم شي۔ هغه ??ئيل د پي ډي اېم د ناكامۍ نه دا ثابت شوے چې پاكستان اولس د كرپټ مشرتابه لپاره نه بلكې د كرپشن په ضد راوتلے دے۔ پارليماني سېكتر فرخ حبيب ووئيل پولیټیکل پارټی اېکټ او آئین ټول سياسي ګوندونه پابند جوړوي چې هغه د خپلو ګوندونو اکاؤنټس ریکارډ الېکشن کمېشن كښې جمع كړي۔ دا په ‘ پیپلز ??وند ‘ مسلم لیګ ن او جے یو آئی هم لاګو كېږي۔هغه ??وئيل د سياسي ګوند د آمدن او مصاريفو ذري??و ښودل هم لازمي دي۔ دواړو ګوندونو د څلور كلونو نه الېكشن كمېشن ته كوم ريكارډ جمع كړې نه دے۔ مسلم لیګ ن خو 70 کروړه روپۍ د ميډيا په نامه اېښودلې دي دا دې ووئيلې شي چې دا پېسې كوم اېنكر يا ميډيا هاؤس ته وركړې ش??ې دي۔ هغه ??وئيل اېن آر او اخستو له د قوم 60 لكه ډالره مارك سېګل ته وركړې شؤ دا د آصف زرداري او بې نظير لابېسټ وو۔ مسلم لیګ ن یو کے او یو اېن كښې د لمېټډ كمپنۍ په توګھ رجسټرډ دي۔ د مسلم لیګ ن او پیپلز ??وند بنياد په فارن فنډنګ وو۔ دوئي به د تېښتې لاره نه مومي۔