اسلام آباد 08مارچ (اے پی پی)د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي په مقبو??ه كشمير كښې كشميرۍ مېرمنې په خپلو كورونو كښې غېر محفوظ دي۔د هند قابض ځواكونه په مقبو??ه كشمير كښې د ازادۍ هلو ځلو عزم كمزورو كولو لپاره عصمت دري د وسلې په توګه كاروي۔د ګل په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل كشميرۍ مېرمنې د هند غېر قانوني قبضې په ضد هڅې كوي۔ده ووئيل نړۍ دې په كشمير كښې د مېرمنو استحصال مخ نيوي لپاره په هند فشار زيات كړي۔شهريار آفريدي ووئيل په مقبو??ه كشمير كښې مېرمنې خپلو بچ?? ته د جارحيت په ضد د هلو ځلو تعليم وركوي۔ده ووئېل په جديده نړۍ كښې د كشمير م??رمنې پرله پسې ستونزو سره مخ دي۔