اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د رويت هلال په اړه اتفاق لپاره مشاورتي غونډه د شورو په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې وشوه۔ د غونډي مشري وفاقي وزير پير نور الحق قاد??ي كوله۔په غونډه كښې د مرکزي رويت هلال کمېتۍ ، سپارکو، موسميات محکمې، د سائنس وزارت ، صوبائي اوقاف او نجي کمېټيو نمائندګانو ګډون كولو۔په دې مو??ع د مذهبي چارو وزير ووئيل په غونډه كښې د ??هادت طريقه كار ، د شهادت د انتظار وخت او د جديد الات په استعمال بحث وكړے شو۔هڅه كوو چې د روژې مبارك?? مياشت نه پس په رويت هلال قانون سازي بشپړه شي۔ ده ووئېل مونږ قام ته ووئيل غواړو حکومت ملي يووالي او قامي مفاهمت لپاره هلي ځلي كوي ۔ ټولو صوبو او سټيك هولډرز سره به سباؤن كښې هم مشاورت روان ساتلے شي۔مونږ د رويت په اړه تصادم او اختلاف کمولو له ه??ي كوو۔ د اتفاق رائے لپاره نجي کمېټو ته هم د مرستي خواست شوے۔