اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د شهدو پېداوار او معيار زياتوالي لپاره د شهدو مچو س??تلو په لړ كښې د جديدو طريقو په خپلولو زور راوړلو س??ه وئيلي دي د مچو س??تونكو كسانو استعداد زياتولو س??ه د شهدو پېداوار او معيار ښه كېدے شي، حكومت به د شهدو مچو س??تنې ډاډګېرنې او اسانيو لپاره د وزيراعظم د كامياب جوان پروګرام له مخې قرض وركوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د مچو ساتنې ودې په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د آل پاكستان مګس بان و مګس فروش اېسوسي اېشن صدر نديم قاسمي?? د ??اكستان زرعي تحقيقاتي كونسل چيئرمېن ډاكټر محمد عظيم خان?? د ??ېبر پښتونخوا د ځنګلات ، ماحوليات او ځنګلي حيات سېكرټري اسلام زېب?? د ??ركيلې سېكرټري، محمد ??سر??ر او نورو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو. غونډې ته په خپله وېنا كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان اب هوا او د نباتاتو اعلٰی معيار شهد جوړوول لپاره موزون ده او د مچو س??تلو د لارې خلقو ته د روزګار وركولو او د زرمبادله ګټلو لوي صلاحيت موجود دے. ده ووئيل د شهدو پېداوار او معيار ښه كولو لپاره دې د مچو س??تلو جديدې طريقې خپلې كړې شي. ده ووئيل د مچو س??تنې پرمختګ لپاره به د نيوټك او ټيوټا پشان تربيتې ادارو كښې به د اعلٰی درجې تربيه وركولې شي. صدر هيله څرګنده كړه چې د حكومت ١٠ بلين ټري سونامي په نتيجه كښې به د مچو س??تنې ماحول ښه كېدو له مرسته تر لاسه شي. صدر ټولو اړوندو ډلو ته ووئيل چې هغوي د شهدو پېداوار او برآمدات زياتولو لپاره د دې څانګې ستونزې هواري كړي. د اېسوسي اېشن صدر نعيم قاسمي د څانګې د ستونزو په اړه غونډې له بريفنګ هم وركړو.