اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د ك??رو??ا وبا اوسنۍ وضعه د پرېشانۍ وړ ګرځولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د وبا لا خپرېدو مخنيوي له به ټول قام له احتياطي تدبيرونه عملي كول وي۔ د جمعې په ورځ د ك??رو??ا وبا روانې وضعې په اړه خپل وېډيو پېغام كښې هغه و??ئي?? زمونږ په سيمه كښې د ك??رو??ا د لاسه پرېشاني مخ په زياتېدو ده۔ پاكستان كښې روزانه نزدې 5 زره ك??رو??ا كېسونه رامخې ته كېږي و د مړو شمېره هم زياته شوې ده۔ هغه و??ئي?? كه د ك??رو??ا كېسونه دغسې زياتېږي نو دا به د روغتونونو د قابو نه بهر شي۔ صدر مملکت و??ئي?? حضور ﷺ مسلمانانو ته د نظم او ضبط تعليم وركړے دے۔ مونږ ټولو له به د حضور ﷺ د امتي كېدو په حېث د هغوي په هداياتو عمل كول وي۔ هغه و??ئي?? مسلمان قام دې په دې ازمېښت كښې كاميابېدو له احتياط او احتياط وكړي۔ د روژې مباركې ٬ تراويح ٬ د علي (رض) ورځې او د اختر په ورځ دې د ماسك اچولو سره په ټولو اېس او پيز عملدرآمد باوري كړې شي۔ صدر مملکت و??ئي?? په روانه وضعه كښې د علماﺀ كرامو د هداياتو له مخې دې مشران تراويح له جومات ته نه ځي۔ د ضرورت په وخت كه بازار ته تلل وي نو ماسك سره دې لړ شي۔ لاسونه دې تر 20 سېكنډو وينځلې شي۔ د لمونځ په مهال بايد 3 فټه فاصله وساتلې شي۔ هغه و??ئي?? احتياطي تدبيرونه خپلولو سره د وبا لا خپرېدو مخنيوي كېدې شي۔ هغه و??ئي?? په دې لړ كښې به ټولو وګرو له د ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره د خپل ځان او نورو خيال ساتل وي۔