اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين د پاكستاني اولس روښانه سباٶن لپاره د مهمو اقتصادي اصلاحاتو كولو او د كل?? معيشت استحكام لپاره د حكومت د عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاكستان د امريكې سرمايه كارو ته غوره موقعې ور??وي او د امريكې سرمايه كار په پاكستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجې، كركيلې، توان او سېلګرې پشمول په بېلا بېلو څانګ?? كښې د سرمايه كارې د موقعو څخ?? استفاده كولې شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د امريكې ناظم الامور انجيلا پي اګيلر سره د ملاقات په مهال په خپلو خبر?? كښې وكړې. په دې موقع د خزانې سېكرټري هم موجود ؤ. د امريكائي ناظم الامور هركلې كولو سره د خزانې وزير ووئيل پاكستان او امريكا د اوږدې مودې په پراخا بنيادونو ګڼ اړخيزه اړيكې لري. د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې د وړاندې نه قوي شوي. ده ووئيل پاكستان د امريكې نوې انتظاميې سره د تجارت او سرمايه كارې اړيكو ته لا وده وركول غواړي. د خزانې وزير د پاكستاني اولس روشانه سباٶن لپاره د مهمو اقتصادي اصلاحاتو نفاذ او د كل?? معيشت استحكام لپاره د حكومتي عزم څرګندونه وكړه. د امريكې ناظم الامور شوكت ترين ته د خزانې وزارت د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه او د كووېډ نړيوالې وبا په تناظر كښې ئې د امريكې لخوا پاكستاني حكومت او اول?? ته د بشپړه مرستې باور وركړو