اسلام آباد۔6 مئی (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په هندي زندان كښې د حريت لارښود محمد اشرف صح??ائ?? په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي د?? ارواښاد د كشمير د خپلواكۍ حق تر??اسه كولو په تحريك كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي۔ د زيارت په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې صدر مملكت ارواښاد ته د عقيدت پېرزوئينې وړاندې كړې۔ صدر مملكت ووئيل چې هند حريت مشرتابه زندان كښې اچولو سره د آزادۍ جذبه غلې كولې نه شي۔ هغه ووئيل د هند د رياستي تر??ګرۍ او د ظلم چالونو په ضد به تحريك روان ساتلے شي۔ هغه په هند زور راوړو چې هغه دې په زندان كښې اچولې شوې حرېت مشرتابه او بې ګناه كشميري وګړي سمدستي خوشې كړي۔ هغه د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وكړه چې هغه او نړيواله مشرتابه دې كشمير كښې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزيو نوټس و??خل??۔ هغه زياته كړه چې نړيواله ورورولي دې د كشمير په اړه خپلې وعدې او ذمه وارۍ ترسره كړي۔ صدرمملکت د ارواښاد لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د زغم دعا هم وكړه۔