اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د حدېبيه پېپر ملز مقدمه د نوے سر نه د پلټنيو غوښتنه كوي۔كومه طريقه چې حدېبيه كښې د پېسې بهر لېږلو لپاره وكارلې شوه دغه طريقه وروسته هر يو كېس كښې خپله كړې ??وه۔ د دې كېس انجام ته رسول ډېر ??روري دي۔ د ګل په ورځ يو ټويټ كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل نن وزيراعظم عمران خان ته قانوني ډلې د شهباز شريف مقدمو حوالې سره بشپړه بريفنګ وركړو۔ حكومت پرېكړه كړې ??ه چې د حدېبيه پېپر ملز مقدمه د نوے سر نه د پلټنيو غوښتنه كوي په دې لړ كښی اړوندو ادارو ته د پلټنو نوې سر نه د پېل كولو هدايات وركولې شي۔ هغه ووئيل د حدیبیه مقدمه د شريف كورنۍ د كرپشن تر ټولو لوئے مصدر دے۔ په دې مقدمه كښی شهباز شريف او نواز شريف د مركزي ملزمانو حېثيت لري۔ هغه ووئيل كومه طريقه چې حدېبيه كښې د پېسې بهر لېږلو لپاره وكارلې شوه دغه طريقه وروسته هر يو كېس كښې خپله كړې ??وه۔ هغه زياته كړه چې د دې كېس انجام ته رسول ډېر ??روري دي۔