اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي ??ې د پاكستان اوسنې حكومت د كاروبار او پرمختګ موقعې زياتولو لپار?? افريقې ته خاص پام كوي. د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د خالي په ورځ د جبوتي دورې په مهال د يونين آف كوموروس صدر اېزلي اسوماني سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د سېنېټ چيئرمېن د يونين آف كوموروس صدر ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه. ده د مقبوضه كشمير او فلسطين په بې ګناه اولس د روانو ظلمونو په ضد په غږ پورته كولو ټينګار وكړو او وې وئيل چې بايد د فلسطين او كشمير مسئله په نړيوالو فورمونو په ??اګ?? كړ?? شي. د سېنېټ چيئرمېن د پاكستانې كميونټې د مېلمستيا په دستوره كښې ګډون هم وكړو او دوي ته ئې د هر ډول مرستې او ملاتړ باور وركړو. په اېتهوپيا كښې د پاكستان سفير محمد فاروق هم د ملاقاتونو په مهال د سېنېټ چيئرمېن سره و.