ملتان 12 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي ??ې د وزيراعظم د سعودي دورې سره د مخالفينو امېدونه ختم شوي دي، ځينې عناصر سعودي سره زمونږ اړيكې خرابول غواړي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې مونږ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په بلنه د سعودي درې ورځ??ې دوره وكړه. د دورې په مهال په مهو چ??رو خبرې وشوې. ده ووئيل ??ې د محمد بن سلمان او عمران خان ترمېنځه يو په يو ملاقات وشو. سعودي سره پنځه لوظنامې وشوې. د پاكستان او سعودي سپريم كونسل جوړ كړے شو. ده ووئيل چې سعودي به د توان په څانګه كښې د پاكستان مرسته كوي. د سعودي خارجه وزير به دوه ورځو لپاره پاكستان ته راځي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د دورې په مهال د اسلامي مشرانو د كانفرنس تنظي?? سېكرټري جنرل سره ملاقات وكړو او هغه سره ئې د فلسطين په صورتحال خبرې وكړې. ده ووئيل ??ې د فلسطين په معامله مونږ سختې اندېښنې لرو. چې ټول اسلامي هېوادونه فلسطين لپاره غږ پورته كړي نو فرق به وشي. خارجه وزير ووئيل ??ې د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ بنياد لوي اقدام دے، وزيراعظم عمران خان ملتان ضلعې ل??اره د 30 اربه روپې د پېكج اعلان كړے، وخت به ضرور لګي خو د سوئيلي پنجاب په ښارونو كښې به بدلون راځي. ده ووئيل ??ې د كرپشن خاتمې ل??اره بايد د حكومت پشمول ټولې ادارې خپل كردار ترسره كړي.