اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د اسلاموفوبيا، ناموس رسالتۖ تحفظ، ملګرو ملتونو او او آئي سي پشمول په هر فورم نه يواځي غږ پورته كړے بلكه عملي اقدامات كولو له هر وخت چمتو دے، ل??يديزو هېوادونو ته د خطونو ليكلو معامله وي يا غږ پورته كول وي عمران خان په هر ځاے خپله ذمه و??ري ترسره كولو سره ثابت كړې چې هغه رښتنے عاشق رسول ۖ دے، فلسطينيانو او كشميريانو سره د كلمه طيبه خپلولي لرو،دې څخه زياته كومه بله قوي خپلولي نشته۔ده د جمعي په و??ځ دربار عاليه عيدګاه ??ريف كښې د فلسطين يووالي ورځ په مناسبت سره دستوري ته وينا كوله۔صاحبزاده حسان حسين الرحمان چيئرمين اسلامي نظرياتي كونسل ډاكټر قبله اياز هم په دې مهال موجود ؤ ٬ دغسې د دستوري مشري سجاده نشين عيدګاه ??ريف پير نقيب الرحمان كوله۔دستوري ته وينا كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل حكومت د جمعې ورځ د فلسطين سره د يووالي ورځ په توګه لمانځلو اعلان كړے كومه چې په ټول هېواد كښې په بشپړه ډول ولمانځلې شوه،اسرائيل په 27مه روژه په قبله اول مسجد اقصي كښې چې كوم ظلم پيل كړے كوم مثال نه لري ،250 څخه زيات ماشومان شهيدان شوي۔ده ووئيل چا چې په ناحقه يو قتل وكړو هغه ټول انسانيت قتل كړو، فلسطين كښې به روان دا ډول مناظر كوم هم مسلمان غلے نه شي پاتي كيدے۔ده ووئيل كله چې په فلسطين بريد وشو نو هغه و??ت وزيراعظم عمران خان په مدينه كښې په روضه رسولۖ موجود ؤ او هلته څخه ئې په فلسطين د روانو بريدونو په اړه غږ پورته كړو۔ فرخ حبيب ووئيل د عمران خان په سپارښتنه خارجه و??ير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تر غونډي مزل كاميابۍ سره ترسره كړے۔ده ووئيل عمران خان نه يواځي د پاكستان بلكې د مسلمانانو وياند جوړېدو په توګه رامخي ته شوے، عمران خان دغسې عمر له د كشمير په مسئله هم غږ پورته كړے۔ ده ووئېل چرته چرته چې په مسلمانانو ظلم كيږي هلته وزيراعظم اسلامي هېوادونه يو ك??لو له غږ پورته كړے