اسلام آباد 12جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې د اپوزېشن نه علاو?? په هېواد كښې هرې يوې طبقې د نوې مالي كال بجټ اولس دوست٬كاروبار دوست او متوازن بجټ ګرځولې٬بلاول او شهباز شريف پھ خپله مشرۍ كښې د بجټ وېنا په مهال اړې ګړې جوړ كړې۔په دې مهمه موقع د اولس بهترۍ ا?? د ??ېواد پرمختګ لپاره دوي د بجټ ي?? لفظ هم نه دې اورېدلې۔اوس ب?? په هوا كښې دې غشي نه چلوي۔مزدور تنخادار طبقې٬صنعت كارو او كروندګرو ټولو د بجټ ستائنه كړې۔د خالي په ورځ د بلاول بهټو زرداري د بيان په غبرګون كښې په خپل ټوېټ كښې وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د 40 نه تر 60 لكه كورنۍ په خپلو پښو ودرولو لپاره د كامياب پاكستان پروګرام پېل كړې چې له مخې به يې هرې كورنۍ ته كاروبار لپاره پنځه لكه روپۍ د سود نه پاك ق??ض وركولې شي۔كروندګرو ته به هر فصل لپاره د سود نه پاك يو نيم لك روپۍ او مشينرۍ لپاره دوه لكه روپۍ وركولې شي