اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې له مخې صنعتي پرمختګ او كركيلي ته پا?? لرنه كولې شي۔ د سي پېك اتهارټۍ چارواكو اے پي پي سره په خبر?? كښې ووئيل د صنعت او كركيلې څانګه د پاكستان پرمختګ لپاره كليدي اهميت لري٬ دا ھغه دوه څانګې دي كوم?? كښې چې پاكستان په ماضي كښې د جديدو تقاضو مطابق ترقي نه ده كړې چې په سبب ئې پاكستان ستونزو سره مخ دے خو د سي پېك له مخې په دوېم پړاٶ كښې اوس دې دواړو څانګو ته خاص پا??لرنه كېږي ٬ دې مقصد ترلاسه كولو لپاره تفصيلي منصوبې ترتيب كړې شوي او كار پرې پېل شوے۔ چارواكو له مخې د سي پېك دوېم پړاٶ به د تجارتي توازن نه لرلو په مسئله قابو موندلو له مرستياله وګرځي٬ په دوېم پړا?? كښې د بنيادي ډهانچې د پرمختګ د لارې صنعتي ترقۍ ٬ د زراعت مېکانائزېشن، سېلګرۍ٬ هائی ټېك فنانس او سماجي پرمختګ ته خاص پا??لرنه كولې شي٬ په هېواد كښې خاص اقتصادي زونز جوړېږي چې ورسره به پېداواري صلاحيت زيات شي، يو شمېر تجارتي هلې ځلې به رامخې ته شي او د پاكستان برآمدات به زيات شي ۔ چارواكو ووئيل د پاکستان د زياتېدونكې آبادۍ د خوراك ضرورتونه ترسره كولو لپاره زراعت ته ترقي وركول ډېره ضروري ده۔