اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه كمېټې غونډه د زيارت په ورځ د قومي اسمبلۍ په سېكرټرېټ كښې د كمېټې چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه په مشرې كښې وشوه. خارجه وزير شاه محمود قريشي په غونډه كښې په خاص توګه ګډون وكړو. په غونډه كښې د كمېټې د تېرو رپورټونو د عملدرآمد، د افغانستان اوسني ص??رت??ال او د امريكائي ځواكونو د وتلو اعلان نه پس د پېدا كېدونكو اثراتو جاج واخستل شو. په دې موقع خارجه وزير ووئيل چې زه به هڅه كوم چې د قائمه كمېټې په هره يوه غونډه كښې ګ??ون وكړم او د كمېټې غړي په باور كښې واخلم. د بريفنګ مقصد د پارلمان ګوندونو مشران د افغانستان بدلېدونكي ص??رت??ال په اړه په اعتماد كښې اخستل او د دوي د رايو څخه استفاده كول و. خارجه وزير ووئيل چې په دې لړ كښې څو ورځې وړاندې د قومي سلامتيا كمېټې په غونډه كښې د ټولو پارلماني ګوندونو غړو ته مفصل بريفنګ وركړے شو. ده ووئيل چې په راتلونكي وخت كښې هم چې كله پارلماني ګوندونو ته د پالېسې په كومه معامله د وضاحت ضرورت وي?? انشاء اللہ هغوي به بريف كولې شي.