اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې پاكستان ??ه منطقه ??ښې په بدلون او د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو د وتلو نه پس په صورتحال ژور نظر ساتلے دے، د پاكستان ??اليسي ډېره واضحه ده چې افغانان بايد د خپل سباٶن پرېكړه په خپله وكړي، مونږ به په يو صورت هم په افغانستان ??ښې د جنګ برخه نه جوړېږو، مونږ به نه خپله خاوره د چا په ضد استعمال كړو او نه به ئې چا ته استعمالولو لپاره وركړو، پاكستان د فيټف په 27 ??ښې په 26 نكاتو مكمل عمل كړے خو مونږ په سي??ستي توګه متنازغه جوړولې شي. ده دا خبرې د 12م كور د امنيتي وركشاپ ګډون كوونكو ته په خپله وېنا ??ښې وكړې كومو چې د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزير سره ملاقات وكړو. د كورنيو چارو وزير ګډون كوونكو ته د كورنيو چارو په اړه بريفنګ وركړو او د ګډون كوونكو د پوښتنو ځوابونه ئې هم وركړل. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې پاكستان د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو د وتلو د صورتحال به پوره خبر دے، مونږ په منطقه ??ښې د بدلون په اړه د حالاتو جاج اخلو. ده ووئيل چې په افغانستان ??ښې پائيدار امن د پاكستان ??ه ګټه دے.مونږ غواړو چې په افغانستان ??ښې كورنۍ جګړه نه وي. د دواړو هېوادونو امن يو بل سره تړلے دے. ده ووئيل چې پاكستان د افغانستان ??ه اړه واضحه پاليسي لري چې بايد افغانان د خپل سباٶن پرېكړه په خپله وكړي. مونږ به د دوي د پرېكړې احترام كوو، پاكستان به په يو صورت هم په افغانستان ??ښې د جنګ برخه نه جوړېږي. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د چين ، پاكستان، تركيې، روس او اېران ??ظر په منطقه ??ښې په بدلېدونكي صورتحال دے. د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل چې پاكستان د افغانستان ??ه پوله د ازغن تار لګولو كار 85 فيصده ترسره كړے، په افغانستان ??ښې ممكنه صورتحال په نظر ??ښې ساتلو سره د افغان ??ګړو د تګ راتګ مخ نيوي لپاره د كورنيو چارو وزارت د پولې د انتظام ??مه وار دے او په دې لړ ??ښې ضروري اقدامات كوي. په چمن او طورخم ??ښې جديد الات او سسټم لګولې شي. د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل چې د طالبانو په اړه د پاكستان ??اليسي ډېره واضحه ده، مونږ به خپله خاوره د چا په ضد استعمال نه كړو او نه به ئې چا ته استعمالولو ته وركړو. ده ووئيل چې د ټي اېل پي په معامله به وفاقي كابينه حتمي پرېكړه كوي. د خاص كمېټې رپورټ كابينې ته لېږل شوے، په دې به په راتلونكې غونډه ??ښې غور كولې شي. ده ووئيل چې د فيټف په معامله ??ښې پاكستان سره ډېر زياتې كېږي. د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل چې د پاكستان ??عيشت اوس روان شوے. په راتلونكي بجټ ??ښې به د پرمختګ شرح د 4 فيصد نه زياته وي.