اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان افغان دولت او طالبان مذاكراتو ته په كېښنولو كښې مهم كردار ترسره كړے٬ په نړۍ كښې امن لپاره به د پاك??تا?? خذمات د تاريخ په زرينو ټكو ليكلې شي۔عمران خان په ازبك??تا?? كښې د اشرف غني پوهه كولو ډېرې هڅې وكړې خو هغه غلط فهم?? سره مخ و٬مونږ به نه خپله خاوره د بل په ضد كارولو ته وركړو او نه به د خپلې خاورې په ضد د بل هېواد ??اس وهنه وزغمو۔افغان??تا?? دې خپلې ستونزې په خپله په ګډه حل كړي ځكه چې په افغان??تا?? كښې امن پاك??تا?? لپاره ضروري دې٬د طورخم او چمن پورې سوله ايزې دي٬كه د هند مېډيا غلط بيانې كړې د دې ترديد كوو۔په افغان??تا?? كښې طالبان تسليمول يا نه تسليمول د وزيراعظم عمران خان او د خارجه وزارت پريكړه ده۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په اسلام آباد ??ښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔شېخ رشيد و??ئيل چې وزيراعظم عمران خان ته مباركي وائيم چې نن د هغه حكومت درې كاله موده ترسره كړه او راتلونكې دوه كاله به هم د اولس بشپړه خذمت وكړو۔ده ووئيل چې د پاك??تا??يانو درې بسونه د طورخم د پولې څخه د شورو په سهار كليئر كړې شوې دي۔هلته چې نور كوم پاك??تا??يان موجود دي يا دوي سره افغانۍ كورنۍ دي٬دوي ته هم آسانې وركوو۔په دې وخت كښې 900 سفارتكار او د نورې عملې نه علاوه 613 پاك??تا??يان دلته رارسولې شوي دي چې كوم خلك د افغان??تا?? نه پاك??تا?? ته راځي د هغوي اندارج كولې شي۔ده ووئيل چې د هند مېډيا دروغ وائي د چمن او طورخم په پلوه تګ راتګ او د تجارت لړۍ روانه ده۔د هغه ځاې څخه تراوسه كوم افغان كډوال پاك??تا?? ته نه دي داخلې شوې٬په افغان پولو پاك پوځ او نور ځواكونه موجود دي۔ده ووئيل چې په افغان??تا?? كښې غېر ملكي خبريالان او غېر ملكي مېډيا سره كار كونكي افغانان٬د آئي اېم اېف او د نړيوال بانك عمله او سفارتكار نن د خاص الوتكې د لارې راوړل كېږي۔كوم خلك چې د نورو هېوادونو وګړي دي دوي به د هوائي اډې د لارې خپلو هېوادونو ته ځي٬د وزارت لخوا به دوي ته ټرانزټ ويزه وركولې شي۔وفاقي وزير ووئيل چې د عاشورې په ورځ د زرګونو په شمېر پوليس سرتېري په ځاې كړې شوي دي٬د محرم په اړه زما پېغام هم دا دے چې د بل عقيده مه څيړۍ او خپله عقيده مه پرېږدۍ