اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د دنيا تر ټولو لويې جمهوريت ادعا كونكې هند او د هغوي مېډيا تېره ورځ يو ځل بيا په ځان پورې ټوقې كړي چې كله هغوي بې بنسټه خبرونه او د پاكست??ن ايئر فورس د جنګي الوتكې په پنج شېر كښې د پرواز جعلي عكسونه شيئر كړل چې پكښې هغه په مبينه توګه د قامي مزاحمتي فورس اېن آر اېف اهداف په نخښه ك??لو سره ښودلې شوې ٬ تر دې چې د تباه شوې اېف 16 عكسونه هم په هندي ابلاغ ذريعو ښودلې شوي۔د نهې په ورځ د جاري كړو شمېرو ترمخه د هندۍ مېډيا د اړخه د پاكست??ن او افغانستان په حقله جاري كړي 51 فيصده خبرونه بې بنسټه دي۔د هند ابلاغ ذريعې هغه وخت د هزيمت سره مخ شوې چې كله د احمد شاه مسعود سركاري ټوېټر اكاؤنټ كوم چې د هغه زوې مسعود احمد شاه استعمالوي٬په مبينه توګه د اېف 16 په غرونو د بره د الوت كولو عكسونه شيئر كړل ۔د دې نه وړاندې په يوټوېټ كښې د اېن آر اېف پنج شېر جنګيالو د پاكستانۍ جنګي الوتكې راغورځولو اعلان كړے ؤ كوم چې د هند او په افغان ټوېټر اكاؤنټ شيئر كړے شوې۔د پاكستان په ضد ډېر داسې اكاؤنټس كوم چې په جعلي افغان نومونو ٬ فوټوز او آئي ډيز جوړ كړې ??وي د تېرو څو مياشتو څخه په داسې ډول ډنډوره ك??لو بوښت دي كوم چې د هند څخه چلېږي۔بل خوا د پنج شېر ريزټينس فورس چې كوم څيز پټولو هغه دا دے چې كوم عكس دوي شيئر كړے هغه په اصل كښې د امريكې د ايئر فورس د اېف 16 الوتكې دے كومې چې په اپرېل 2018 كښې د امريكې په ايروزونا ايالت كښې د تربيې مشقونو په مهال كرېش لينډنګ كړے ؤ۔د جي 5 آئي او ترمخه ك??مه چې د اولس مفاد لپاره د شمېرو او د پالېسو تجزيه ك??ي وېنا ده چې د افغانستان شخړې په حقله د هند ابلاغ ذريعو د لارې بې بنسټه خبرونه رامخې ته كېدل زيات شوي ٬جائزه كښې وئېلي شوي چې د پنج شېر په حقله 45 فيصد بې بنسټه خبرونه جاري كړې ??وي او د پاكست??ن او افغانسان په حقله د 51 فيصده خبرونو لا كورېج جعلي دے۔د جعلي او حقيقي خبرونو ترمينځه فرق 54 فيصد دے۔رپورټ كښې وئېلي شوي د مجموعي كورېج 67 فيصد د پنج شېر نېشنل ريزيټينس فرنټ د مرستې سره تعلق لري او 33 فيصد د طالبانو چارواكو په ادعاګانو اډانه دي۔د رپورټس څخه ښكاري چې د هند مېډيا په افغانستان كښې د طالبان د لاسه د اشرف غني د بد??نو??نه حكومت په خاتمه او د امريكائي ځواكونو ستنېدو نه وروستو د تذبزب ښكار ده او د دې ټول صورتحال ذمه وار بې د كوم سببه پاكستان ګرځوي