دوشنبے 16 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په پاكستان كښ?? په بېلا بېلو څانګو كښ?? د كاروبار او سرمايه كارې اسانيې په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې د منطقې او په خاص توګه د تاجكستان سرمايه كار د دې موقعو څخه استفاده كولې شي، سيمه ايزو او نړيوالو سرمايه كارو ته به د پاكستان حكومت هر ډول ممكنه اسانيې وركوي چې ورسره به نه يوازې معيشت بلكې اولس ته هم ګټه ورسي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پاكستان او تاجكستان بزنس فورم ته په خپله وېنا كښ?? وكړې. په دې موقع د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد هم م??جو?? و. د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په اړه د اهميت وړ دا فورم د تجارت وزارت، د سرمايه كارې بورډ او د پاكستان د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ په مرسته وشو. په فورم كښ?? 67 پاكستانو او 150 تاجك كمپنو ګډون وكړو. وزيراعظم په خپله وېنا كښ?? ووئيل چې د پاكستان څخه 67 كمپنې تاجكستان ته راغلې دي. د دواړو هېوادونو تجارانو ته اسانيې وركو??و لپاره به اقدامات كولې شي او په كاروبار كښ?? به اساني پېدا كولې شي. ده ووئيل چې په تاجكستان كښ?? د توان او په خاص توګه د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو ډېرې موقعې م??جو?? دي.له بده مرغه په پاكستان كښ?? برېښنا ګرانه ده، د ارزانې اوبو څخه د برېښنا نه استفاده كول غواړو. بايد په كاسا -1000 پروژه كار ګړندې شي. د پروژې زر ترسره كېدل غواړو. ده ووئيل چې د 80 مليونه ډالرو شريك تجارت د دواړو هېوادونو د حقيقي صلاحيت نه ډېر كم دے. ده ووئيل چې حكومت كاروبار لپاره مناسب اسانيې وركوي او په دې لړ كښ?? به خنډونه لرې كولې شي او په كاروبار كښ?? به اسانيې پېدا كولې شي. وزيراعظم ووئيل چې د دوه اړخيزه تجارت ګټه به نه يوازې معيشت ته بلكې اولس ته هم ورسي. د افغانستان د صورتحال ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د 40 كاله جنګ نه پس امن راغلے. د جامع حكومت جوړېدو سره به په خپلو كښ?? روابط زيات شي. په بزنس فورم كښ?? د پوښتنو او ځوابونو ناسته هم وشوه چې پكښې وزيراعظم عمران خان او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد د كاروباري شخصياتو د پوښتنو ځوابونه وركړل او په پاكستان او منطقه كښ?? ئې كاروباري موقعې په ډاګه كړې.