اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان هدايت كړې چې د مالګې او داروګانو په ??ان??و كښې د تنوع د مكمل صلاحيت څخه استفاده كولو لپاره دې هر ډول ضروري اقدامات وكړې شي۔د وزيراعظم د??تر د مېډيا ??ان??ې لخوا جاري شوي بيان له مخې دا هدايت ده د جمعې په ورځ د نېشنل ايكسپورټ ډوېلپمنټ بورډ غونډې مشري كولو په مهال وكړو۔په غونډه كښې د خزانې وزير شوكت فياض ترين د صنعت او پېداوار وزير مخدوم خسرو بختيار٬د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان٬ډاكټر شهباز ګل٬د ډرېپ چيف ايګزېكټو آفيسر عاصم راؤف٬د داروګانو جوړونكو او د مالګې د ??ان??و استازو او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم په خاص توګه د مالګې او داروګانو په ??ان??و كښې د برآمداتو د امكاناتو څخه خبر كړې شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول چې پاكستان په دې لحاظ خوش قسمته هېواد دے چې دلته هر ډول مالګې شته٬په دې كښې غره ايزه مالګه٬سمندري مالګه او د تالاؤنو څخه ترلاسه شوې مالګه شامله ده٬ 6.2 بلين ټنه ذخيرې لرونكې د كهيوړه سالټ مائن په نړۍ كښې د مالګې دوهم لويې كان دے۔پاكستان 1050 كلوميټره اوږدې ساحلي پټۍ سره هم د سمندري مالګې ذخيرې لري۔د پاكستان د مالګې كلن پېداوار 4 ملين ټن دے٬هر كال يوازې درې لكه ټڼه برآمد كولې شي۔حب سالټ او د بلوچستان حكومت د مالګې په برآمد كښې د پاكستان پراخا امكانات كارولو سره يوه نوې سولر سالټ پروژه پېل كړی۔دا به د نړۍ د مالګې پېدا كونكې تر ټولو لويه پروژه وي٬د مالګې برآمدات به په كال 2023م كښې 400 ملين ډالرو ته ورسولې شي او هر كال به پكښې د دوه سو?? ملين ډالرو په شرح سره اضافه كولې شي۔غونډې ته ووئيل شو چې د پكستان د داروګانو برآمدات د 275 ملين ډالرو دي كوم چې 74.3 بلين اربه ډالرو ته د زياتېدو استعداد لري۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د مالګې او داروګانو په ??ان??و كښې د تنوع د مكمل صلاحيت څخه استفاده كولو لپاره دې هر ډول ضروري اقدامات وكړې شي