اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګڼډاپور وئيلي دي پاكستان به د م??ګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير مسئلې امناكه حل لپاره خپل ملاتړ روان ساتي۔ 74 كاله آګاهو په ننۍ ورځ 27 اكتوبر هند د ټولو نړيو??لو قوانينو خلاف ورزي كولو سره په كشمير قبضه كړې وه۔ په كشمير د دغه قبضې په ضد د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لماځلو په موقعه هغه ووئيل د كشمير مېړني اولس د هند د غېر قانوني قبضې په ضد پرله پسې مزاحمت كړې دې۔ هغه ووئيل نن تش لاس كشميرې اولس د 9 لكه وسله وال هندي پوځ ظلم او جبر ته مخامخ ټينګ ولاړ دي۔ د كشمير اولس دا نه ختمېدونكې ستړې دا ثابتوي چې د كشمير عزم څوك هم زور او طاقت سره كمزورې كولې نه شي۔ هغه ووئيل د م??بوضه جموں وكشمير د آبادۍ تناسب ب??لولو د هند دا هڅه د نړيو??لو قوانينو ٬ د م??ګرو ملتونو د چارټر ٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو او د څلورم جې??وا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده۔ وفاقی وزیر ووئيل د تېرو دوه كلونو نه هند د 80 لكه كشميري اولس بنيادي آزادي محاصره كړې د??۔ هغه ووئيل هند په مقبوضه كشمير خپلې غېر قانوني قبضې ته طول وركولو له د تش لاس كشميري وګړو ټول بشري حقونو لمينځه وړي۔ علی امین ګنډاپور ووئيل د بشري حقونو دا سنګينې او منظمې خلاف ورزۍ د نړيو??لو بشري حقونو تنظيمونو او د نړيوالې ميډيا په رپورټس كښې درج دي۔ هغه ووئيل د پاكستان لخوا په وړاندې كړې شوي ډوزيئر كښې په كشميري اولس د هندي ظلمونو او زياتي كوټلي ثبوتونه موجود دي۔ هغه ووئيل نړيواله ورورولي دې هند د بشري حقونو په خلاف ورزيو كولو ځواب وركوؤنكې وګرځوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د كشميري وروڼو مضبوطې جذبې او بلها قربانيو ته سلام وړاندې كوي۔ هغه ددې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به د م??ګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير مسئلې امناكه حل لپاره خپل بشپړه ملاتړ روان ساتي۔ (mwa/mwa/1904)