اسلام آ??اد 03 نومبر (اے پي پي)د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان وئېلي دي چې نړيوالې ورورولۍ له په افغانستان كښې د جنګ څخه شوي زيان ازالې لپاره خپل كردار ادا كول پكار دي٬كه چرې دا مهال افغانستان يوازې پرېښودلې شو نو د نوې افغان حكومت لپاره د سنګين بحران رامخې ته ك??دو اندېښنه ده۔د راډيو پاكستان په كرنټ افيئرز پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې دا د لوېديز هېوادونو ذمه واري ده چې هغوي ??ه دې سختو حالاتو كښې د جنګ ځپلي هېواد انفراسټركچر بهترۍ او هغوي ??ه د خوراك وركولو لپاره مرسته وكړي٬زما په خيال ??ړۍ له د افغانستان د خپلواكۍ او سالميت احترام كول پكار دي٬چاته هم د افغان اولس ډكټېټ كولو حق نشته٬هغوي ??ه دې د خپل سباؤن د پريكړې ك??لو اجازه وركړې شي۔علي محمد خان ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په هغه څو مشرانو كښې شامل دې چا چې تل په دې خبره زور راوړې د افغان مسئلې ك??م پوځي حل نه دې٬يوازې مذاكرات د وړاندې تللو يواځنۍ لار ده۔